کونړ کې دوه زره میرمنو ته د سبزیجاتو باغچې جوړې شوې

اطلاعات روز: د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، چې د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې یې دوه زره میرمنو ته د سبزیجاتو باغچې جوړې کړې دي.

کونړ کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریيس مولوي عزت الله هدایت اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په یادو دوو ولسوالیو کې میرمنو ته د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سبزیو بېلابېل تخمونه او کورنیو باغچو جوړولو وسایل هم ورکړي دي.

نوموړی وایي، چې دا پروګرام د راتلونکو نسلونو نړیوال پروګرام له خوا د کلیوالو میرمنو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه پلی کېږي.

هدایت زیاته کړه: « د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې دوه زره میرمنو ته د د سبزیجاتو باغچې جوړې شوي او په دې سره د یادو میرمنو کورنۍ اقتصاد هم تر ډیره ښه شوی دی او دا پروګرام د راتلونکو نسلونو نړیوال پروګرام له خوا د کلیوالو میرمنو د اقتصاد پياوړتیا په موخه پلی کیږي.»

 کونړ کې د دغې موسېسې مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته کلیوالي اقتصاد د ښه کولو په موخه د کرنې او مالدارۍ په برخو کې فعالیت لري.

د دوی په خبره هڅه کوي یاد پروګرام د کونړ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي، چې موخه یې په اقتصادي برخه کې د میرمنو په ځان بسیا کیدل دي.

په همدې حال کې د خاص کونړ ولسوالۍ یوې اوسېدونکې سپوږمۍ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل, د کور ترڅنګ یې د کرنې ریاست په همکارۍ د سبزیو باغچه جوړه کړې او تمه لري چې په حاصل به یې د کور اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغه له حکومته غواړي، چې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا په موخه ګټور پروګرامونه عملي کړي.

سپوږمۍ زیاتوي:«له موږ سره د اته ډوله بېلابېلو سبزیجاتو تخمونو مرسته شوې چې پکې، بانجیان، مولۍ، پالک او نورو تخمونه شامل دي او د کرنې ریاست هغه وسایل هم راکړي چې په کرونده کې ترې کار اخیستل کېږي.»

هغه وایي، چې د دې ولایت ډېری وګړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کرنې او صنعت د پیاوړتیا په برخو کې لازیات کار ته اړتیا ده.

د یو شمیر نورو ولایتونو خلک بیا نیوکه کوي او وایي، چې میرمنو ته د سبزیو باغچو جوړولو پروګرام د پیسو بې ځای لګښت دی او ددوی په سیمو کې یې کومه مثبته نتیجه نده ورکړې.