ننګرهار کې طالب ځواکونو د غلو یوه ۷ کسیزه ډله نیولې

اطلاعات روز: د ننګرهار طالب چارواکي وایي، د جلال اباد د پنځمې ناحیه په مربوطاتو کې یې د غلو یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ څخه نن (چهارشنبه،۲۴ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ولایت کې یې د غلاوو او جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې تازه طالب ځواکونو تیره شپه د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د غلو هغه ۷ کسیزه ډله نیولې، چې غوښتل یې له یو سوداګر څخه پیسې غلا کړي.

 خبرپاڼې زیاته کړې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې له څیړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې وسله والو غلو خلک اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې له امنیتي چارواکو د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.