اطلاعات روز: تېره شپه ناوخته د خوست ولايت په سپېرې ولسوالۍ باندې پاکستاني جيټ الوتکو بمباري وکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د ۲۰ ډیرو کسان ته مرګ ژوبله واړوله.
دغې پېښې په کور دننه او بهر د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
تازه د خوست په مرکز کې سلګونه کسان د پاکستان له لوري د سپېرې ولسوالۍ په وزيرستاني کډوالو د شوې بمباري په غبرګون کې لاريون کړی او دا کار نه يوازې بشري جنايت يادوي، بلکې په افغان خاوره ښکاره تېری هم بولي.
لاريون کوونکو د «مرګ پر پاکستان» شعارونه ورکول او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دې اړه چوپ پاتې نه شي.
په همدې حال کې بيا نن د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم د پاکستان سفير احضار کړی او په خوست او کونړ ولايتونو کې يې د شويو بريدونو د بيا تکرار مخنيوي غوښتنه کړې.