انځور: ملکي هوایي چلند اداره

سبا او بل سبا د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د هیواد  په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.

دغه ادارې نن ( یکشنبه، ۲۸ د وري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روانې میاشتې په ۲۹ او ۳۰ مه نیټه به بارانونه وشي چې د اورښت کچه یې په بیلابیلو نقطو کې ( ۱۰ نه تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل کېږي.

ددغه ادارې د معلوماتو په اساس په دغه ولایتونو کې هرات، غور، دایکندي، بادغیس، فاریاب، سرپل، میدان وردک، پروان، کاپيسا، پنجشیر، نورستان، کونړ، کندز، کابل، لوګر، لغمان، ننګرهار، مزار شریف، بدخشان، تخار، سمنګان، بامیان او بغلان شامل دي.

یادې ادرې ویلي چې سالنګونو کې هم د سیلابونو راوتلو امکان شته.

افغانستان چې په وچه کې پروت هیواد دی د خلکو د ژوندې پاتې کیدو یواځینۍ هیله بارانونه او په غرونو کې د واورو ذخیرې دي.