د پکتيا ډنډ پټان ولسوالۍ کې طالب ځواکونو له پاکستاني ملیشو سره نښته کړې

اطلاعات روز: د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې.

د دغه ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزي نن (بک شنبه، ۲۸ د وري) اطلاعات روز ته د پېښې په تاييد سره وويل، چې بېګاه شپه ناوخته پاکستاني ملېشه ځواکونو د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند «شپولې» سيمه کې د طالبانو په امنيتي ګزمه ډزې کړي، وروسته د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

احمدزي زياته کړه، چې په دغه نښته کې طالبانو ته ځاني تلفات نه دي رسېدلي، خو د مقابل لوري زيان په اړه يې ناخبري څرګنده کړه.

ځايي خلکو هم د تېرې شپې رامنځته شوې نښته تاييدوي او وايي، چې دواړو خواوو تر څو ساعتونو يو په بل ډزې کولې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پاکستاني جيټ الوتکو د خوست په سپېرې ولسوالۍ او کونړ ولايتونو هوايي بمباري کړې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له ۳۰ ډېرو ملکيانو ته مرګ، ژوبله واړوله.