انځور: ټولنیزې رسنۍ

تردې وروسته تر ۱۵ کلنۍ عمر پورته کسانو ته لس کلن پاسپورتونه ورکول کېږي

د افغانستان د پاسپورت عمومي ریاست وایي، تردې وروسته تر ۱۵ کلنۍ پورته عمر لرونکو کسانو ته ۱۰ کلن او تر ۱۵ کلنۍ کښته کسانو ته پنځه کلن پاسپورتونه ورکول کېږي.

دغه ریاست نن ( دوشنبه، ۲۹ د وري) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دغه کار څخه یې موخه د ګڼې ګوڼې کمیدل او د چارو ښه برمخ بیول دي.

د پاسپورت ریاست داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاسپورت د اخیستونکو شمیر ډیر او  د ریاست خدمات محدود دي.