انځور: ارشیف

یونیسف ټولو ښوونکو ته د دوو میاشتو معاش ورکوي

د طالبانو سرپرست حکومت د پوهنې وزارت وايي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق «یونیسف» سره د دې وزارت د هوکړې له مخې تر راتلونکې اونۍ پورې ټولو ښوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړي.

له پوهنې وزارت څخه نن (دوشنبه، ۲۹ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۹۴ سلنه ښوونکو معاشونه چې بانکي حساب لري، د بانک له لارې ورکول کېږي.

همدارنګه د پوهنې وزارت ویلي، چې شپږ سلنه نور معاشونه به د یوه معتمد له لارې ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت او یونیسف تر منځ د شوې هوکړې له مخې به هر ښوونکي ته د دوو میاشتو لپاره ۲۰۰ ډالر معاش ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت ویلي، د ښوونکو د معاشونو ورکړه ددې وزارت د مالیې او حسابدارۍ ریاست د معلوماتو په اساس ترسره کېږي او په دې شمېرو کې خیالي استادان له منځه وړل شوې دي.

تر دې وړاندې هم یونیسف د ښوونکو د څو میاشتو معاشونه ورکړي. له دې کار څخه ددغه بنسټ موخه ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو زده کړو ته لاسرسی بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم د زده کړو څخه بې برخې دي.