یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، نامعلومو کسانو تېره شپه په کندهار ولایت کې يو پوخ عمره کس په مرموز ډول وژلی دی.
د سرچنې په وينا، دغه کس لومړی وژل شوی او بيا يې جسد د دې ولايت د ژیړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې غورځولی دی.
دغه سرچينه وايي، نامعلومو کسانو د ياد کس لاسونه او پښې تړلي او بيا یې هغه په ستوني خفه کړی دی.
د سرچينې په خبره، د وژل شوي کس کورنۍ لا تر اوسه نده معلومه او جسد يې د کلي د خلکو له خوا روغتون ته انتقال شوی دی.
په ورته وخت کې په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون سرطبيب داکتر نعمت الله هم اطلاعات روز ته تائيدوي چې د ياد کس جسد روغتون ته ور وړل شوی او په وينا يې د وژل شوي کس او کورنۍ لا تر اوسه نده معلومه.
کندهار کې په مرموز ډول د خلکو وژلو کېدو پېښو د دې د ولايت د خلکو انديښمنې زیاتې کړي. هغوئ د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول پېښو مخه دې ونيسي او عاملینو ته يې د قانون له مخې سزا ورکري.