پاکستان کې د ۵ زره بند پاتې افغانانو راستنیدو بهیر پېل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، پاکستان لوري سره د خبرو وروسته د پنځه زرو بند پاتې هغو افغانانو لومړۍ ډله هېواد ته ستنه شوې، چې پاسپورتونه یې نه درلودل.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي نن (سې شنبه، ۳۰ دوري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،چې د پاسپورتونو د نه شتون له امله له تورخم ها خوا پاکستان لوري ته شاوخوا پنځه زره افغانان بند پاتې دي او په پیژندپاڼو یې هیواد ته د داخلیدو هڅه کوله. 

نوموړی وایي، له پنځه زرو بند پاتې افغانانو څخه يې تیره ورځ ناوخته ۱۴ کسان هیواد ته راستانه شول او تمه ده چې نور بند پاتې افغانان به هم د اسنادو په کتنه را پرېښودل شي.

نوموړی وايي، د بند پاتې کسانو د راستنیدو بهیر تیره ورځ د دواړو غاړو د چارواکو له ناستې او همغږۍ وروسته پیل شو.

 د عبدالله په نامه یو کس چې تازه د تورخم له لارې راستون شوی اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې وویل، له دوو اونیو راهیسې له تورخم هغې غاړې ته ایسار و او پاکستان حکومت اجازه نه ورکوله چې هېواد ته وګرځي.

ننګرهار کې طالب چارواکي وایې، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، چې پاتې کسانو ته به هم ژر اجازه لیکونه تر لاسه او هېواد ته به ستانه شي.