انځور: اطلاعات روز خبریال

کندهار کې وسله والو غلو دوه کسان په ډزو ويشتلي او ۲۰ لکه پاکستانۍ کلدارې يې ورڅخه وړي

يوې ځایي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، وسله والو غلو نن غرمه د کندهار ښار په درېمې  امنیتي حوزه کې پر دوو سوداګرو ډزې کړي او له هغوئ څخه يې شل لکه پاکستانۍ کلدارې له ځان سره وړي دي.

دغه سرچينه وايې، چې غله پر موټرسايکل سپاره وو او په موټر کې یې پر ناستو‌ کسانو ډزې کړي چې په پایله کې يو تن وژل شوی او بل زخمي شوی دی.

د‌ سرچنې په وينا چې وسله والو غلو د يادو کسانو پيسې له ځان سره وړي او د سيمې څخه په تېښتې بريالي شوي دي.

په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون سرطبيب ډاکتر نعمت الله شيرزاد هم اطلاعات روز ته تائيدوي چې د پېښې له ځايه څخه ولايتي روغتون ته يو کس په ټپې حالت کې ور وړل شوی او د بل کس په اړه معلومات نه لري.

د يادونې وړ ده چې پرون سهار هم د دې ولايت په پنځلسمې حوزه کې وسله والو غلو يو کس په خپل کور کې د چاړې په زور حلال کړی و او دوه نيم لکه افغانۍ یې ورڅخه وړي وې. ياده دې وي چې په کندهار کې د وسله والو غلاوو ګراف تر پخوا زيات شوی چې د دغه ولايت خلک یې سخت انديښمن کړي دي.