پکتيا کې پاکستان ته د لسګونه څارويو قاچاق مخه نيول شوې

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي چارواکي وايي، د کشفي راپورونو پر اساس يې د هغو لسګونه څارويو د قاچاق مخه نيولې، چې پاکستان ته يې په ناقانونه ډول د وړولو هڅه کوله.

دغه ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزي نن (چهارشنبه، ۳۱ د وري) اطلاعات روز ته وويل، چې امنيتي ځواکونو د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د هغو ۱۷۱ څارويو د قاچاق مخه نيولې، چې له کندهار ولايت څخه راوړل شوي وو او غوښتل يې په ناقانونه ډول يې د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې پاکستان ته قاچاق کړي‌.

احمدزي زياته کړه، چې په دې تړاو يې يو تن هم نيولی او اوس ترې څېړنې روانې دي‌.

ګاونډي پاکستان ته ډېر کله په تېر نظام کې هم د نورو توکو سربېره څاروي قاچاق کېدل، چې دې چارې په هيواد کې دننه د مالونو بيې خورا لوړې کړې دي‌.