د ناامنۍ زیاتوالی؛ په کابل، ننګرهار، بلخ او کندز کې چاودنې شوي

د بلخ د مرکزي روغتون (ابوعلي سینا) څخه سرچینې وایي، چې د شیعه ګانو یوه جومات کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۵  ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي.

بلخ ولایت کې چاودنې سره سم، په کندز ولایت کې هم ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.

یوه ځایي سرچینه وايي، چاودنه نن (پنجشنبه، ۱ د غویي) غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۴۰ بجې د کندوز مرکز اړوند د « سردوره» سیمه کې شوې ده.

د هغه په ​​وينا، چاودنه کې د کندوز د هوايي ډګر کارکوونکو موټر په نښه شوى. یو شمیر نورې سرچینې بیا اطلاعات روز وزځپاڼې ته وایي، چاودنه په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته څېرمه شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الله روحاني هم چاودنه تاییدوي. خو جزیات نه ورکړي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم نن له غرمې مخکې د شيعه ګانو په يوه جومات کې چاودنه شوې.

په بلخ کې يوه سيمه ييز طالب چارواکی اطلاعات روز سره په خبرو کې چاودنه تایید کړه، خو جزئيات يې ور نه کړل.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چاودنه د لمانځه پر مهال شوې او مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.

په کابل کې نن سهار هم دوې چاودنې وشوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې چاودنې پخلی کړی دی. دغه وزارت وايي، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د یوې چاودنې له امله د یوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې نن سهار د ماين چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دى. چاودنه د سړک غاړې ماین له امله  شوې چې د طالبانو یو رینجر موټر یې په نښه کړی. دغه راز تېره ورځ د کابل ښار په قلعه نو سیمه کې چاودنه شوې وه. چې په دغه چاودنه کې د طالبانو یو موټر په نښه شوی و. همدارنګه د سه شنبې په ورځ هم د کابل په برچي سیمه کې درې پرلپسې چاودنو یو ښوونځی او یو ښوونیز مرکز په نښه کړ چې لسګونه زده کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.