د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې کابل کې د طالبانو ابتدایه محکمې ۷ تنو ته « داسلامي شریعت د احکامو له مخې تعزیري» سزا ورکړې او به دورو یې وهلي دي.
دغه اعلامیه چې تېره ورځ ( چهارشنبه، ۳۱ د وري) سترې محکمې خپره کړې پکې لیکل شوي چې له دغو کسانو یو تن د شرابو دپلور، یو تن د څښلو او پلور او درې تنه د څښلو په جرم په ۳۵-۳۵ درو سزا محکوم شوي دي.
پاتې دوه کسان یې د « موټرغصب» په جرم به ۳۵- ۳۵ دورو او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.
طالبانو څو ورځې مخکې هم اعلان کړی و چې نظامي محکمې یې ۷ تنه د بیلا بېلوجرمونو له کبله په حبس او نورو سزاګانو محکوم کړي دي.