انځور: د محمد محقق فیسبوک پاڼه

محقق: ترهګرو د مزارشریف – دره صوف، پر لاره پنځه تنه په ډزو وژلي

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، ترهګرو د مزارشریف – شولګر – دره صوف، پر لویه لار یو موټر چلوونکی له څلور تنه مسافرو سره نیولی او په بې رحمانه ډول یې په ډزو سره وژلي دي.

محقق، پر خپل فیسبوک پاڼه  د قربانیو نومونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا پیښه د سه شنبې ورځ (۶ د غویي) د «کوتل ریګ» په سیمه کې شوې.

محقق لیکلي، چې دغه کسان هغه ورځ په ډزو ویشتل شوي چې د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ادعا کړې وه چې داعش ډله د هیواد په هیڅ ځای کې ښکاره حضور نه لري.

محقق له طالبانو پوښتي چې د دا ډول «جرایمو» مسوول څوک دی؟

د افغانستان دخلکو اسلامي وحدت ګوند مشر ټینګار کړی چې د عام وګړو د امنیت د تامین مسوولیت د طالبانو سرپرست حکومت په غاړه دی او باید د داسې «بوږنوونکو پيښو ځواب ویوونکي اوسي.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کلونو کې هم په یو شمیر ولایتونو کې زیاتره هزاره مسافر په ډزو ویشتل شوي یا یرغمل شوي دي. ددغه کار لامل داعش ګڼل کېږي. افغانستان تېره اونۍ د خونړیو بریدونو شاهد و، چې زیاتره پکې هزاره ګان په نښه شول. د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې په يوه جومات د بريد پړه داعش ډلې پر غاړه واخیسته.