زابل: په درېو جلا ترافیکي پیښو کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: زابل ولايت کې د طالبانو د ترافيکو مدير ملا احمدالله نافظ اطلاعات روز ته وويل، چې تېره ورځ په دغه ولايت کې درې ترافیکي پیښې شوي چې له امله یې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، چې دغه درې ترافيکي پېښې په درو مختلفو سيمو کې را منځته ته شوي دي.

دی زیاتوي: «ټولې درې پیښې شوي، اوله پېښه د زابل له ولايتي روغتون سره رامنځته شوې، دوه نورې هغه د جلدک ولسوالۍ کې رامنځته ته شوي، چې پر مهال دوه کسه شهيدان شوي او شپږ زخميان دي.»

د هغه په وینا، ټپيان د زابل ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي چې اوس يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ګراف لوړ شوی. د سړکونو خرابولی ترافيکي قوانينو ته نه پاملرنه او د موټر چلوونکو تېز رفتار د دې سبب شوي څو ترافيکي پېښې رامنځته شي.