انځور: باختر خبري اژانس

پروان کې سیلابونو د دوه تنو ژوند اخیستی

په پروان ولایت کې سېلابونو دوه تنه مړه کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې فعاليت کوي خبر ورکوي، چې د پروان ولايت په شينوارو، سياه ګرد او شيخ علي ولسواليو ځينو سيمو کې سيلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر نور ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.

ویل کېږي چې تېره ورځ هلمند، کندهار او نيمروز ولايتونه کې سختو توپاني بادونو، خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

ددغه زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.

تر دې مخکې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و.