انځور: ارشیف

ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۶ غړي د چت پریوتو له امله مړه او ټپیان شوي دي

اطلاعات روز: د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د یوه کور چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ ۴ نجونې مړې او یوه ښځه او هلک پکې ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نصرت الله نن (شنبه، ۱۷د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،چې تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند «غزو» سیمه کې د ناصر خان په نامه د یو ځايي اوسیدونکې د کور چت پریوتی،چې له امله یې د نوموړي څلور لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د نوموړي میرمن او زوی ژوبل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې پېښه د کوټې د زوړوالي له امله رامنځته شوې.

ځايي اوسېدونکو وايي، چې دغه کورنۍ ډېره غریبه او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري، دوی له دولت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

ننګرهار کې ډیر کله دا ډول پېښې د استوګنځایونو د زوړوالي او زیاتو ورښتونو له امله رامنځته کیږي، چې له امله ګڼ شمیر هیوالوږ خپل ژوند له لاسه ورکوي.