سیګار: د روان کال تر نیمایي پورې به افغانستان کې ۹۰۰ زره کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې یا سیګار د ملګرو ملتونو ارزونې خپرې کړې او ویلي يې دي، چې د ۲۰۲۱ کال  په دریمه ربعه کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کارګرو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دې ادارې نن (دوشنبه، ۱۹ د ثور) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو تر واکمنیدو را وروسته وړاندوینه کېږي چې دا شمېرې به د ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې د ۷۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو پورې ورسیږي.

سیګار ليکي، چې تر ډېره کارګرې مېرمنې اغېزمنې شوې. او وړاندوینه  کېږي چې د ښځو د کار کچه به کموالی ومومي او د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې به تر ۲۱ سلنې را ښکته شي.

د طالبانو راتګ سره پر ښځو محدویتونه زیات شوي په تېره بیا هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي ورته پاتې ده د ستونزو سره مخ دي. اوس مهال زیاتره ښځې له دولتي دندو څخه شړل شوي دي.

مخکې، د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) ویلي و، چې د ښځو پر کار بندیز له امله د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان رسیدلی.

د یادونې وړ ده چې د وروستیو سیاسي بدلونونو سره سم بې کاري، بې وزلي او لوږه زیاته شوه.  د اټکل له مخې د افغانستان نفوس په سلو کې ۹۰ سلنه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، او له نیمایي زیات وګړي یې له سختې لوږې سره مخ دي.