قاسان دره کې د طالبانو لخوا د ۴ ملکي وګړو د وژلو ادعا

د «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې طالب ځواکونو د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ قاسان دره کې ملکي وګړي وژلي دي. چې هممهاله ولسي سرچینې هم د څلور ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د «مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري، په یوه ټویټ کې لیکلي چې طالب ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، ۱۹ د ثور) مقاومت ځواکونو ته له ماتې ورکولو وروسته پر یوه کلي برید کړی او ولسي وګړي یې وژلي دي. هغه دا یو جنګي جنایت بللی دی.

په ورته وخت کې د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې یوې ولسي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په قاسان دره کې د طالبانو له خوا څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه وويل چې د قربانیانو څخه یو تن یې د خسر له کورنۍ څخه نیول شوی دی.

په دې وروستیو کې د اندراب قاسان دره د طالبانو او « مقاومت جبهې» ترمنځ د نښتو شاهده وه. له تېرو څو ورڅو راهیسې له بغلان په ځانګړې توګه له اندراب څخه د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د ځورولو او وژلو راپورونه ورکړل شوی دي.