کونړ کې له ۱۲ سوه بې سرپرسته ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

اطلاعات روز: کونړ ولایت کې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري له ۱۲۰۰ بې سرپرسته ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د مرستو د وېش پر مهال په افغانستان کې د یاد بنسټ استازي فضل‌الله صاحبزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دغو مرستو کې ۴۰ کیلو اوړه، پنځه کیلو وریجې، پنځه کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره او پنځه کیلو غوړي شامل دي.

نوموړی وایي، د دغو مرستو موخه د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو لاسنیوی دی.

صاحبزاده همداراز زیاته کړه چې د هېواد په اووه ولایتونو کې یې د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د خوراکي توکو د مرستو وېش لړۍ پیل کړې ده.

کونړ کې یتیمو ماشومانو چې په تېرو کلونو کې یې د جګړو له کبله سرپرستان له لاسه ورکړي، مرستو ته خوښي ښودلې او له اړوندو خیریه بنسټونو د لا زياتې مرستې غوښتنه کوي.