ننګرهار کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۴ تنه ټپیان شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه میرمنې او دوه سړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د سیمه ئیز روغتون ویاند ګلزاده سنګر نن (یکشنبه، ۲۵ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند «چکنوریو» سیمه کې د یوې ریکشا او الټو موټر ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي، د یادې ترافیکي پېښې له امله روغتون ته څلور ټپیان راوړل شوي، چې دوه یې نارینه او دوه یې میرمنې دي، چې اوسمهال یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

سنګر زیاتوي:« نن سهار چکنوریو سیمه کې د ریکشا او الټو موټر ټکر کړی،چې له امله یې دوه نارینه او دوه میرمنې په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شوي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.»

د ترافیکي اصولو نه مراعات کول، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی هغه لاملونه دي چې ډیر کله د ترافیکي پیښو رامنځته کیدو سبب ګرځي.