ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ننګرهار کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې ددغه ولایت ښېوې ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

 طالب چارواکي وایي، پیښه نن ( یکشنبه، ۲۵ د ثور) له غرمې مخکې د ښېوې ولسوالۍ اړوند «مرکزي منډوي» کې په یوه سوزکي موټر کې ګاز ډبې چاودنه کړې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پېښې له ځایه د ننګرهار حوزوي روغتون ته د یو ماشوم په ګډون څلور ټپیان ور وړل شوي دي.

هر کال ننګرهار کې د اوړي موسم په راتګ سره د ګرمې هوا له امله دا ډول پېښې رامنځته کیږي چې له امله یې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.