ارزګان کې په دوه جلا پیښو کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، چې ددغه ولايت په چوره ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه او ترافيکي پيښه کې دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ټپې شوی دی.

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې سره يې په خبرو کې وویل، چې تیره ورځ دارزګان ولايت په چوره ولسوالۍ «خوش خدير» سيمه کې پر دوه ماشومانو ماين چاودنه کړي چې پرمهال يې يو وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

په ارزګان ولایت کې سيمه ييز مسولين د يادي پيښې څخه ناخبري ښيي.

ورته مهال ارزګان کې بیا د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريس ملامحمداصف اطلاعات روز ته وویل، چې د چورې ولسوالۍ په «سراو» سيمه کې تيره ورځ په یوه ترافیکي پیښه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی زياتوي چې موټر چلونکی د طالبانو لخوا نيول شوی دی.

داپه داسي حال کې ده چې د وروستیو جګړو د ځمکې لاندې ماینونه او ناچاوده توکي لا هم د خلکو ژوند ګواښي او عام خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.