کندهار کې ناپیژانده وسله والو د یوه خصوصي ښوونځي مرستيال مدير وژلی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې ددې ولایت په عینو مېنه کې ناپیژانده وسله والو کسانو د افغان–ترک خصوصي لېسې مرستیال مدیر وژلی دی.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ناپیژانده کسانو د ارشاد احمد فضلي په نوم کس تېره ورځ (۲۴، دثور) مازدیګر د کندهار ۱۱مې حوزې د عينو مېنې ښارګوټي کې په چړو وهلی او وژلی یې دی.

سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوي کس مړی د دې ولايت ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی.

په ورته وخت کې د کندهار ولايت ځايي چارواکي هم دغه خبر تاییدوي او وايي، چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې.

د هغوئ په خبره چې د طالبانو د امنيتي ځواکونو خپلې پلټنې پيل کړي څو د وژل شوی ارشاد احمد فضلي قاتلان پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې وسله والې غلاوې تر بل هر وخت ډېري شوي، چې ورسره يو وخت يې ګڼ شمېر خلک په اندیښنه کې اچولي دي.