د طالبانو ضد «مقاومت جبهې» ادعا کړې چې په پنجشیر ولایت کې دې جبهې اته تنه طالب جنګیالي په دفاعي ځوابي برید کې وژلي دي.
د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي نن (دوشنبه، ۲۶ د ثور) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو قومندان احمدالله هم شامل دی.
احمدي لیکلي چې طالب ځواکونو د جبهې په « شپنۍ» قرارګاه برید کړی، چې د «مقاومت جبهې» ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي. شپنۍ قرارګاه د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري.
دده په وینا، چې په دې نښته کې د طالبانو يو شمېر وسلې او دوربینونه هم په غنیمت کې نیول شوي.
احمدي د «مقاومت جبهې» ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه خپل نظر ندی څرګند کړی.
پنجشیر ولایت له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو او احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد دی.
ددغه نښتو په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.