کندهار کې د شالمار مېله د وچکالۍ او د خلکو کمزوري اقتصاد له امله کمرنګه شوې

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې د شالمار مېله د توتانو له پخيدو سره يو وخت شروع کېږي او شاوخوا د څلوېښتو ورځو له پاره دوام کوي، خو سږکال دې مېلې د وچکالۍ او د خلکو کمزوي اقتصاد له امله يوازې درې ورځې دوام وکړ.

د شالمار په نوم د دې مېلې بنسټ د افغانستان د پخواني امپراتور احمد شاه بابا له لوري د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې ایښودل شوی، چې په دې مېله کې خلک د توتانو خوراک ترڅنګ د پهلوانانو د غیږ نیونې سیالۍ هم ننداره کوي.

په عمومي توګه د دې دوديزې مېلې ډیری ګډونوال د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ او پاکستان هېواد اوسېدونکي دي.

سږکال د مېله والو شمېر تر پخوا څو چنده کښته شوی و، عام وګړي وايي، د خلکو ګډون بیخي کم رنګه وو او د پخوا په څیر یې مزه نه وه.

عنايت الله چې د سپین بولدک ولسوالۍ څخه شالمار مېلې ته راغلی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، اوس دا مېله د پخوا په ډول رنګينه نه ده ځکه اوس ټول خلک د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د شالمار مېله کې خلک د توتانو څنډلو په حال کې

هغه وايي، وچکالي او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت هغه دوه مهم لاملونه دي چې دا مېله یې کمرنګه کړې ده.

عنايت الله زياتوي، چې پخوا به د دې مېلې د ترسره کولو له پاره لسګونه زرګونه کسان له سپين بولدک څخه ارغنداب ولسوالۍ ته راتلل او بيا به يې دلته شپې او ورځې تېرولې.

دده په خبره، چې دوی به په یاده مېله کې شاوخوا پنځلس ورځې تېرولې او وروسته به بيا خپلو کورونو ته ستنېدل.

دغه مېله‌وال وايي، په کندهار کې يواځینۍ غټه مېله همدا د شالمار په نوم مېله ده نور ټولې عادي مېلې دي.

دی زياتوي، پخوا به توتانو هم ښه حاصلات ورکول خو اوس هغه هم د پخوا په ډول ندې ځکه وچکالۍ  پر مېوو اغېزه کړې.

هغه زیاته کړه:«چې رښتيا ووایم خلک اوس د يوې ډوډۍ وس نه لري، پخوا به توتان ډېر و خو سږکال هيڅ نشته، پخوا به اوبه ډېرې وې خو سږکال په ټول ارغنداب کې يو څاڅکی اوبه نه پیدا کېږي، د دهلې بند اوس د پخوا په رقم اوبه نه لري وچکالۍ تر پخوا څو چنده ډېره شوې نو، ځکه مېله‌وال کم دي.»

شالمار مېلې ته د خپل پلار سره راغلی ماشوم

د دغه مېله‌والو په منځ کې داسې کسان هم شتون لري چې له شلو کلونو ور هاخوا هر کال يادې مېلې ته ورتلل خو سږکال ندې ورغلي.

وارث احمد يو له هغه مېله والو دی چې له کلونه کلونه يې په دې عنعنوي مېلې کې ګډون کړی خو سږکال د وچکالۍ له امله ندی ورغلی.

وارث احمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې سږکال وچکالي ډېره وه نو ځکه ده زړه نه دی ښه کړی چې په يادې مېلې کې ګډون وکړي.

دې وايې، پخوا به په دې مېلې کې د ګډون له پاره د پاکستان اتباع هم راتلل خو سږکال د کندهار څخه لا څوک ندې ورغلي.

د‌ هغه په حواله، چې سږکال يې خپل د مېلې مصارف پر غریبو کورنیو وېشلی تر څو هغوئ خپل عاجلې اړتیاوې پرې پوره کړي.

ده وويل، سږکال افغانستان وچکالۍ ډېر ځپلی او دغې څپې خپل زور تر مېله والو او باغ لرونکو دواړ وکښه.

وارث زیاتوي: «دا څو کاله کېږي چې د شالمار مېله بې خونده او بې رنګه شوې ځکه وچکالۍ خپل زور معلوم کړ، اوس کال په کال د مېله والو شمېر کمېږي، بله خبره داده چې سږکال يواځې درې ورځې دغه مېله وشوه، ماته مې ملګرو ويل چې هېڅ خوند يې ونه کړ.»

سږ کال د وچکالۍ له امله شالمار مېله کې د توتانو خوند نه وو

د دې هر څه ترڅنګ هر کال په دې مېلې کې سلګونه پهلونان ګډون کوې او هلته خپل سيالۍ نندارې ته وړاندې کوي.

سږکال په دې مېلې کې شاوخوا ۳۵۰ تنو پهلوانانو ګډون کړی و چې له هغې جملې ۳۴ تنه د ګاونډ پاکستان هېواد و.

سلطان علي پهلوان هغه کس دی چې د دغو سياليو مشري کوي، هغه اطلاعات روز‌ ورځپاڼې ته وويل، سږکال دغه مېله د درو ورځو له پاره ترسره شوله.

دی وايي، د سږکال په مېلې کې د ډېر شمېر قومي مشرانو تر څنګ د طالبانو د څلور ولايتونو واليانو هم ګډون کړی و.

پهلوان زياتوي چې دولت بايد د ټولو پهلوانانو سره تر خپل وسه همکاري وکړي ځکه دغه مېله د همدې پهلوانانو په غېږنيونه سره ښکلې شوې ده.

دی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې په راتلونکي کلونو کې هلته د غېږ نيونې له پاره ځانګړي ځايونه جوړ کړې.

هغه وويل واکمن حکومت بايد خلکو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي او هلته د مېله‌والو له پاره ځانګړي ځايونه جوړ کړي.

سلطان علي پهلوان وويل: «پخواني وختونو ته په کتو بيا هم دغه مېله ښه وه، پهلوانانو ښې سيالۍ ترسره کړې، وروسته د چارواکو له خوا تشویق هم شوه، موږ له حکومت څخه غواړو چې د پهلوانانو ټولې اړتياوې ور پوره کړي تر څو په راتلونکي کلونو کې تر دې هم دغه سيالۍ رنګېني شي.»

شالمار مېله کې د پهلوانانو ترمنځ د غیږ نیونې سیالۍ

بل خوا هغه کسانو چې پخوا به يې په همدې شالمار مېلې کې توتان او نور خوراکي توکي خرڅول اوس ښار ته د کاروبار له پاره راغلي دي.

نعمت الله هغه دوکاندار دی چې پخوا به يې هلته تر دوه میاشتو پورې کار کوه او ښې پيسې به یې هم ګټلې.

ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې شالمار د توتانو ځانګړې مېله ده او هر کال په‌کې لسګونه زره تنه ګډون کوي.

نعمت الله وايي، سږکال د مېله والو شمېر تر نورو کلونو ډېر کم و او ده خپله د پخوا په شان سودا هم نده کړې.

د هغه په خبره چې سږکال د جنګ پر ځای وچکالۍ دوی وځپل او ميله والو نورو ولايتونو ته مخه کړې.

د نعمت الله په وینا: «سږکال وچکالۍ هم زیاته وه، کېدای شي چي بل کال حالات تر دې هم خراب شي، زه خو وايم خلک اوس هيڅ هم نه لري چې په مېلو کې یې مصرف کړي او څوک زړه هم نه ښه کوي چې مېله وکړي، موږ د تېر کال په څیر پلور ندی کړی بس اوس هم د الله ج څخه راځي يو.»

د يادونې وړ ده چې هر کال په کندهار کې د شالمار دوديزه ميله ترسره کېږي چې پکې لسګونه زره کسان ګډون کوي خو سږکال دغه شمېر تر نيم لا ډیر را ټيټ شوی و.