ارزګان کې د اقتصادي ستونزو له امله لسګونه خصوصي ښوونيز مرکزونه تړل شوي

اطلاعات روز: ارزګان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې په تېرو وروستیو کلونو کې دغلته خصوصي ښوونیز مرکزونو د پام وړ وده کړې وه، مګر واک ته د طالبانو رسیدو سره سم یو شمیر تعلیمي مرکزونه د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شول او یو شمیر اوس د تړلو له ګواښ سره مخ دي.

زبیح الله چې د يوه ښوونيز مرکز مسووليت يې پر غاړه درلوده اوس مهال يې د اقتصادي ستونزو له امله دغه مرکز تړلی وايي، چې د زده کوونکو د شمير کموالی، لوړه کرایه او ښوونکو ته د معاشونو د نه چمتو کيدو له امله اړ شو چې خپل ښوونيز مرکز بند کړي.

هغه وايي که له ده سره مرسته وشي په راتلونکي کې به يو ځل بیا خپل ښوونیز مرکز پرانیزي.

نوموړی وايي:«زموږ ښوونيز مرکز چې له ډير وخت څخه يې په ښار کې فعاليت کوه د سیاسي بدلون وروسته اقتصادي ستونزې زياتي شوې موږ اړ شولو چې دغه ځای بند کړو ځکه هيڅ مصارف يې نه پوره کول.»

د ارزګان د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي

د معلومات له مخي په ارزګان کې د خصوصي مرکزونو شمير له ۵۰ څخه تر ۶۰ پوري رسيږي.

محمد داوود دورانی چې په ترينکوټ ښار کې يو خصوصي ښوونځی او يو د ماشومانو روزنتون لري وايي، چې ترسياسي بدلون وروسته يې خپل هيڅ کارکوونکي ته معاش نه دی ورکړی او د تعمير کرايه هم ورباندي پاتې ده.

هغه وايي چې د زده کوونکو شمير يې ډير زيات کم شوی او په خبره يې که کارکوونکي او د تعمیر مالک ترې خپل پورونه واخلي په هغه ورځ به  د زده کړو دغه مرکزونه وتړل شي.

نوموړي وويل:« موږ د ښوونځي استادانو او مدیرانو ته معاشونه نه دي ورکړي کرايې پاتې دي هره میاشت چې زه حساب کوم د ګټې پر ځای زیان کوم زده کوونکي کم شوي، ډير امکانات نه لرو که دغه باقي حسابونه خلاص شي نور به زه دغه ځاي وتړمه.»

په ورته وخت کې هغه زده کوونکو چې په تيرو وختونو کې به يې په دغه ډول خصوصي مرکزونو کې زده کړي کولې زياتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې اوس زده کړو ته شا کړې او په ښار کې د خپلي کورنۍ لپاره په شاقه کارونو بوخت دي.

سميع الله چې مخکي يې زده کړې کولې وس په يوه خياطۍ کې شاګرد دی وايي:«د زیات فیس له امله مې زده کړي پريښودلې اوس د خپلي کورنۍ لپاره يو څه ګټم د کورسونو مالکانو څخه مې غوښتنه دا ده چې د زده کوونکو څخه کم فیس واخلي.»

د خصوصي مرکزونو دغه ستونزې مو په ارزګان ولايت کې د طالبانو د چارواکو سره شريکې کړې.

دارزګان ولايت د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست ريیس ملامحمداصف هم تاييد کړه چې خصوصي مرکزونه د اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

طالبان وايي، ارزګان کې اوس تعلیم ته ښه زمینه برابره شوې او زده کوونکو د خصوصي ښوونځیو پر ځای دولتي ښووځیو ته مخه کړې

هغه وايي، په تيرو وختونو کې د نا امنيو له امله خلکو په خپلو ماشومانو په خصوصي مرکزونو کې زده کړې کولې خو په خبره يې چې اوس امن راغلی او د زده کړو دولتي مرکزونه پياوړي شوي دي ځکه خلک خپل ماشومان خصوصي تعلیمي مرکزونو ته نه ليږي.

هغه د يادي ستونزې د حل په برخه کې څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې تربل هر وخت اوس ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

د اصف په وینا:«په ارزګان کې د تعليم کچه تر بل هر وخت څو سلنه لوړه شوې ټول ښوونيز مرکزونه خلاص دي په تير حکومت کې زده کړو ته د خلکو لاس رسی نه وو، امن نه و د خلکو سر او مال خوندي نه و په هغه وخت کې خلک اړ و چې خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته وليږي ځکه د خصوصي ښوونځيو اقتصاد له همدې امله زيات ښه و له کله نه چې طالبان راغلي خلک خپل ماشومان دولتي ښوونځيو ته ليږي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ څه موده مخکي په يوه ټويټ کې ويلي و چې افغانان د خوړو د خونديتوب له ناوړه وضعيت سره مخ دي او انديښنه يې څرګنده کړې وه چې يو شمير زده کوونکي د خپلو کورنيو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځي پريږدي او کار ته مخه کړي.