نیمروز کې د یو لک ډالرو په ارزښت د اکسجین یوه دستګاه فعاله شوه

اطلاعات روز: نیمروز ولایت کې د یو لک ډالرو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 نیمروز کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالرحمن عبدالله وایي، دغه دستګاه  چې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ډبې اکسیجن تولیدوي.

 عبدالله زیاته کړه، د همدې دستګاه فعالیدو سره به نیمروز کې د اکسیجن ستونزه حل شي او هیڅ روغتون به د اکسیجن د کمي سره مخ نه شي.

دغه دستګاه چې د د «کوردید» ولایتي موسېسې په مالي ملاتړ جوړه شوې، د نموړې موسېسې مسوول ډاګټر عبدالواحد واحدي وایي، فعاله شوې دستګاه  په ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ډبې اکسیجن تولیدوي او د نیمروز عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.

په ورته مهال د زرنج اوسیدونکی عصمت الله عاصم د اکسجین د تولید دستګاه د پرانیستې څخه خوښي وښوده او د ښې  ساتنې غوښتنه یې وکړه.

نیمروز کې څه موده وړاندې هم د اکسیجن یوه دستګاه پرانیستل شوه چې په شپه او ورځ کې د ۱۲۰ ډبې اکسیجن تولید وړتیا لري.