بلخ ولايت کې د طالبانو امنيتي سرچينې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف کې چاودنه تاييدوي او وايي، چې په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.
بلخ کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وايي، چاودنه نن سهار (پنجشنبه، ۲۹ د ثور) د مزارشريف ښار په پنځمه ناحيه کې د طالبانو ۲۰۹ الفتح قول اردو د ملکي کارکوونکو پر موټر شوې ده.
د هغه په وینا، ټپيان د طالبانو د قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي چې چادونه د ځای پرځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.