د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو یو کس وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو یو تن په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن (پنجشنبه، ۲۹ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د اچین ولسوالۍ اړوند«پېښې خوړ» سیمه کې ناپيژانده وسله وال د اختر محمد په نامه یو تن په ډزو وژلی دی.

سرچینې د وژل شوي کس د کورنۍ د غړو له قوله ویلي چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې یاد کس چا وژلی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره بریالي نشولو.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنې زیاتې شوي، چې تیره ورځ د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې هم د یو وسله وال برید پرمهال درې کسان وژل شوي وو.