زابل کې ترافیکي پیښه؛ د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه او دوه کسان ټپيان شوي

اطلاعات روز: زابل کې طالب چارواکي وايي، ددغه ولایت په مرکز قلات کې د ترافیکي پیښې له امله د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

زابل کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس مولوي رحمت الله حماد نیازي اطلاعات روز ته وویل، پیښه نن ( یکشنبه، ۱ د جوزا) د قلات «جلدک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې پېښه د يو کرولا او مازدا موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

مولوي حماد وايي، يادو کسانو غوښتل د کندهار ولايت څخه د زابل مرکز قلات ښار ته لاړ شي چې د لارې په اوږدو کې يې ترافيکې پېښه کړې.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په خبره: «دغه ترافيکي پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې، د دې پېښې له کبله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه شهيدان شوي او دوه کسه نور ټپيان دي، د ټپيانو روغتيايي حالت اوس ښه دی او د زابل په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.»

په ورته وخت کې د زابل ولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر نذير احمد حريفال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ترافيکي پېښې له ځايه ورته څلور مړي او دوه ټپيان وروړل شوي دي.

حريفال زياتوي چې د مړو جسدونه يې د هغوئ کورنيو ته سپارلي او يو تن ټپي یې د ښې درملنې په موخه د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال کړی.

په دې وروستيو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

نن او پرون په بدخشان او بغلان ولایتونو کې هم د ترافیکي پیښو له امله ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سړکونو خرابوالی د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او د موټر چلوونکو بې احتياطي هغه لاملونه دي چې هره ورځ په افغانستان د ترافیکي پیښو لامل کېږي.