کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست د بې حجابه ښځو پر وړاندې کمپاین پېل کړی

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د طالبانو امر بالمعروف رياست وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې يې د بې حجابه ښځو پر وړاندې کمپاين پيل کړی.

کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریيس شیخ عبدالرحمن طيبي وایي، چې د دغه کمپاين څخه يې موخه بې حجابه ښځو ته توصیه او اسلامي چوکاټ ته برابرول دي.

د کندهار د امر بالمعروف ریيس زیاتوي، په لومړي قدم کې بې حجابو ښځو ته توصیه کوي او که يې چا توصيه ونه منله نو د کورنۍ نارينه غړي به يې محکمې ته معرفي کېږي ځکه په خبره يې، تر څو خپل د کور بې حجابه ښځې په حجاب باندې سمبال کړي.

ده وويل، که په ښار کې بې حجابه ښځې وليدل شي نو د امر بالمعروف رياست کارکوونکي به يې مخنیوی وکړي او هغوئ ته به توصيه وکړي.

طیبي زياته کړه چې د حجاب له مراعات څخه يې هدف دا نه دی چې ګواکې د ښځو حقونه يې ور څخه اخيستي بلکي په دې کار سره هغوئ ته عزت ورکوي.

په همدې حال کې د دې ولايت يو شمېر ښځې د طالبانو د امر بالمعروف رياست د دغه اقدام په غبرګون کې وايي، چې کندهار سل فيصده ښځې حجاب کوي او حجاب يې مراعات کړی دی.

دغه ښځي زياتوي، چې له لس کلنۍ څخه حجاب کوي او اوس يې عادت شوی.

د کندهار مېشتو میرمنو په خبره که کوم څوک ورته توصیه وکړي او کنه خو دوی حجاب کوي او په پوره معنا يې مراعات کړی.

دوی وویل: «تاسو ورشئ وګورئ په ټول کندهار کې بې حجابه ښځه شته؟ په پخواني حکومت کې هم نه وې او اوس هم نشته موږ شکر الحمدالله مسلمانانې يو، په کندهار کې ښځې هم حجاب اغوندي او هم چادري کوي په نورو ولايتونو کې لا منم ځکه هلته انجونې پتلون کوي مګر کندهار کې داسي څه نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې به د امر بالمعروف کارکوونکي په عامه ځايونو کې ګرځيدل او هغوئ ته به يې توصيه کوله څو د اسلام په چوکاټ کې ټولو شرعي اصولو ته غاړه کښېږدي او عملي يې کړي.