ننګرهار کې د نفرایټو قیمتي ډبرې د ۱۱ کانونو استخراج پېل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، ددغه ولایت په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې د «نفرایټ» په نوم د قیمتي ډبرې د یوولس کانونو قانوني استخراج پيل شو.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کانونو ریيس مفتي عبدالحميد تېره ورځ (یک شنبه، ۱ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د ننګرهار په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې له پنځه سوه زرو څخه تر پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو په ارزښت د «نفرايټو» د يوولس کانونو قراردادونه تر سره او رسما يې کېندنې پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه، دغه قراردادونه افغاني شرکتونو سره شوي او د دې کانونو د قانوني استخراج په جریان کې به ګڼ شمېر ولسي خلکو ته کاري زمینه هم برابره شي.

مفتي عبدالحمید زیاتوي:«د ننګرهار په کامې او ګوشتې ولسوالیو کې دنفرایټو د ۱۱ کانونو په قانوني ډول د استخراج چارې پیل شوې او دغه قراردادونه له افغاني شرکتونو سره شوي، چې په استخراج سره به یې د سیمې زرګونه کسانوته دکار زمینه برابره شي.

د کانونو رییس وایي، ننګرهار کې د شوکاڼي د کيندنو چارې هم پیل شوي او په کې زرګونه کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول په کار بوخت شوي دي.

کرومایټ او نفرایټ قیمتي ډبرو کانونه د کونړ په خاص کونړ او د ننګرهار په ګوشتې او کامې ولسوالیو او نیږدې غرنیو سیمو کې موجود دي.

له دې وړاندې د دغو کانونو د ناقانونه استخراج او پاکستان ته د قاچاق رپوټونه هم ورکړل شوي وو. په همدې حال کې ځینو چینايي سوداګرو په ختیځو ولایتونو، خصوصا ننګرهار کې د قیمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه