د یمن د دولتي ځواکونو پر روزنیز کمپ د حوثیانو په برید کې د وژل شویو شمېر ۷۳ تنو ته لوړ شو

د یمن د شبوه ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو پر یوه روزنیز کمپ د حوثیانو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه دفتر نن (سې‌شنبه، د میزان ۲۸مه) اعلان کړی، چې د برید له امله ۱۴ کسان لا هم لادرکه دي.

دغه برید پرون ترسره شوی و او د یمن پوځي سرچینو په لومړیو کې د ۳۰ کسانو د وژل کېدو او د ۷۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

ځايي چارواکو ویلي وو، چې درې بالستیک توغندي د روزنې په حال کې د امنیتي ځواکونو پر ځای لګېدلي دي.

رویټرز لیکلي، چې یوه ویډیو یې تایید کړې ده، چې پکې ټپیان او په وینو لړلي جسدونه پر ځمکه لیدل کېږي.

د شبوه والي، عوض الوزیر ویلي، چې په دغه برید کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع ادعا کړې، چې دغه روزنیز کمپ د سعودي عربستان د ځواکونو له خوا اداره کېده.

رویټرز لیکلي، چې سعودي چارواکو لا هم د دې موضوع په اړه د څرګندونو لپاره غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د یمن هغه حکومت چې نړیوال مشروعیت لري او د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا تر نیولو وروسته د یمن سوېلي ښار عدن ته شاتګ وکړ.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یوه ائتلاف په جوړولو سره د یمن له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له حوثي وسله‌والو سره یې جګړه پیل کړه. د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو ترمنځ جګړه په ۲۰۲۲ کال کې د اوربند د هوکړې له مخې پای ته ورسېده.

خو د روان کال په سپټمبر میاشت کې د صنعا پر هوايي ډګر له یوه برید وروسته، حوثیانو له سعودي عربستان سره اوربند پای ته ورساوه او د دواړو لورو ترمنځ جګړه یو ځل بیا پیل شوه.

حوثیانو په دې موده کې د باب‌المندب تنګي ته نږدې سیمو ته پرمختګ کړی او د تعز ښار یې کلابند کړی دی؛ خو دولتي ځواکونو هم د دغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د جګړې له بیا پیل کېدو وروسته، حوثیانو څو ځله د سعودي عربستان پر اهدافو هم بریدونه کړي دي، چې په هغو کې د دغه هېواد هوايي ډګرونه او د تېلو تاسیسات د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته