د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې د یمن د حوثیانو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان پوځي ملاتړ زیاتوي او دغه هېواد ته به د «ټایفون» ډوله جنګي الوتکې واستوي.
د ټلېګراف د راپور له مخې، دغه وزارت نن (سېشنبه، د میزان ۲۷مه) ویلي، چې دا جنګي الوتکې به دفاعي ماموریت ترسره کړي او د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې به د سعودي عربستان د ښارونو او بنسټیزو تاسیساتو په ساتنه کې مرسته وکړي.
د بریتانیا دفاع وزارت همداراز ویلي، چې د پوځي تجهیزاتو د لېږد او په سعودي عربستان کې د هغو د لېږد رالېږد د اسانتیا لپاره به یوه «ای ۴۰۰ اېم» ترانسپورتي الوتکه او یو شمېر پوځي سرتېري هم ځانګړي کړي.
د بریتانیا دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ ویلي: «دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بریتانیا پوځي تجهیزات او پرسونل لا دمخه په دغه هېواد (سعودي عربستان) کې د حوثیانو د هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره ځای پر ځای شوي دي.»
هغه د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو بریدونه «کرکجن» بللي او ویلي یې دي، چې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید ښيي چې دغه ډله په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو لپاره تر کومه حده مخکې ځي.
په دې وروستیو کې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. حوثیانو په تېرو څو اوونیو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر بنسټیزو تاسیساتو ګڼ توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د حوثیانو په یوه برید کې د سعودي عربستان پر نړیوال هوايي ډګر لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
