په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په دغه هېواد کې د بودجې د کمښت له امله د تغذیې یو پر درېیمه برخه مرکزونه تړل شوي دي.
اوچا خبرداری ورکړی، چې په راتلونکي کال کې به تر څلور میلیونو ډېر ماشومان، چې عمرونه یې له شپږو کلونو کم دي، د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د اوچا په وینا، د سپټمبر او اکتوبر میاشتو ترمنځ ۱۵.۹ میلیونه کسان، یعنې د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه نفوس، د خوړو د نه خوندیتوب له بحراني یا تر دې هم سخت وضعیت سره مخ وو. له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې وو.
وړاندوینه کېږي، چې د ژمي په موسم کې، چې د خوړو د کمښت موده ده او د نومبر له میاشتې تر اپرېل پورې دوام کوي، وضعیت به لا پسې خراب شي.
د اوچا ویاندې، اولګا چرویکو، نن (سېشنبه، د میزان ۲۸مه) په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل: «وړاندوینه کېږي، چې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي، ۱۹.۲ میلیونو ته لوړ شي. تمه ده چې له دې ډلې پنځه میلیونه کسان به د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ شي؛ داسې وضعیت چې له قحطۍ څخه یوازې یوه مرحله لرې دی.»
هغې زیاته کړه: «موږ باید له ژمي مخکې اقدام وکړو، نه وروسته له هغه چې کورنۍ خپلې ټولې لارې چارې له لاسه ورکړي. دا په دې معنا ده چې اړمنو کسانو ته د خوړو مرستې ورسوو، د هغوی څاروي او د عاید د تولید شتمنۍ خوندي کړو، د کرنیزو فعالیتونو د مهم وخت له پای ته رسېدو مخکې له بزګرانو ملاتړ وکړو او روغتیايي خدمتونو، تغذیې او اوبو ته لاسرسی برابر کړو.»
د خوړو د خوندیتوب د کچو د مدغمې طبقهبندۍ (IPC) د وروستۍ ارزونې له مخې، وړاندوینه کېږي چې په راتلونکي کال کې به تر څلور میلیونو ډېر هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو پورې دي، د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
چرویکو، چې له کابل څخه یې په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل: «تمه ده چې له دې ډلې به تر یو میلیون ډېر ماشومان پر شدیدې حادې خوارځواکۍ اخته وي.»
هغې زیاته کړه: «دغه شمېرې د هغو ماشومانو وضعیت څرګندوي چې مور او پلار یې د مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري، او د هغو کورنیو حالت ښيي چې د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او نورو ناورینونو له امله یې له بحرانونو سره د مقابلې وړتیا کمزورې شوې ده.»
د لوږې د دې بحران په اوج کې، د افغانستان په ټول هېواد کې د تغذیې شاوخوا یو پر درېیمه برخه مرکزونه تړل شوي یا یې خپل خدمات درولي دي. د اوچا په وینا، د دې اقدام اصلي لامل د بودجې کمښت دی.
چرویکو وویل: «د دغو خدمتونو له درېدلو وروسته، د هغې پایلې ښايي نه جبرانېدونکې وي، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره.»
افغانستان ته نړیوالې مرستې په پام وړ کچه کمې شوې دي. ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د اګست میاشتې تر وروستیو پورې یې د ژوند ژغورونکو مرستو د برابرولو لپاره د اړتیا وړ بودجې له ۳۰ سلنې څخه هم کمه برخه ترلاسه کړې وه.
دغه بشري بحران د ګڼو طبیعي پېښو او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو د جبري راستنېدو له امله لا پسې سخت شوی دی.
چرویکو وویل، چې بشري مرستې د انسانانو ژوند ژغورلای شي، خو د اقتصادي فرصتونو او عامه خدمتونو تشه په نامحدود ډول نه شي ډکولای.
هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د خوړو بحران یوازې د خوراکي توکو له شتون یا نشتوالي سره تړاو نه لري، بلکې دغو توکو ته د خلکو لاسرسی او د پېرلو وړتیا یې هم د دې بحران اساسي عوامل دي.
د هغې په وینا، که څه هم سږ کال د ورښتونو ښهوالي او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کړې، خو «یو ښه حاصل د څو کلونو وچکالۍ زیانونه نه شي جبرانولای».
