د قطر وزیره: د افغانستان راتلونکی باید د یوه ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له لارې او د افغانانو په مشرۍ وټاکل شي

د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند ویلي، چې د دغه هېواد باور دا دی چې د افغانستان راتلونکی باید د یوه ټول‌ګډونه سیاسي بهیر له لارې او د افغانانو په مشرۍ وټاکل شي. د هغې په وینا، په دغه بهیر کې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی اړین دی.

هغې دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د میزان ۲۸مه) د «افغانستان د همغږۍ ډلې» په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۱مې پورې په دوحه کې جوړېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، المسند په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر دوامدارې نړیوالې همکارۍ، روښانه لومړیتوبونو او عملي همکاریو ته اړتیا لري.

هغې ویلي، دوحه تل پر دې باور ده چې پېچلې او ستونزمنې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل‌وفصل شي.

دغه قطري چارواکې د دوحې مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، چې قطر د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کوي.

د دوحې مذاکراتو کې له طالبانو سره د امریکا خبرې شاملې دي، چې په پایله کې یې په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په نوم هوکړه وشوه او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل. په دغو مذاکراتو کې له مخکیني افغان حکومت سره د طالبانو بې‌پایلې خبرې هم شاملې دي.

قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.

دغه هېواد اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او ویل کېږي، چې د لوېدیځو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.

دوحه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د «دوحې بهیر» په نوم د بهیر کوربه‌توب هم کوي.

المسند ویلي، دغه بهیر له افغانستان سره د لا منسجمو او همغږو نړیوالو همکاریو لپاره یو چوکاټ برابر کړی دی.

هغې ویلي، افغانستان له خپل سیمه‌ییز چاپېریال او د نړیوالې ټولنې له ننګونو څخه جلا نه شي ګڼل کېدای.

د هغې په وینا، د افغانستان ثبات نه یوازې د دغه هېواد د خلکو لپاره، بلکې د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي اړیکو او نړیوالې سولې لپاره هم مهم دی.

د مرستو پر دوام ټینګار

د قطر دغه چارواکې ویلي، چې افغانستان له ګڼو فشارونو سره مخ دی او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې خورا پراخې دي.

هغې زیاته کړې، چې اقتصادي بې‌ثباتۍ پر کورنیو، ټولنو او سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېز کړی او د کډوالو بېرته راستنېدو او بې‌ځایه کېدو دغه فشارونه نور هم زیات کړي دي.

هغې همداراز ویلي، چې د بشري مرستو بودجه په پام وړ کچه کمه شوې ده، په داسې حال کې چې د روغتیايي خدمتونو، تغذیې، زده‌کړو، اوبو او خوړو خوندیتوب په برخو کې د مرستو اړتیا لا هم ډېره زیاته ده.

المسند ټینګار کړی، چې د افغانستان د وضعیت د سمبالولو لپاره د مرسته‌کوونکو هېوادونو، ملګرو ملتونو، نړیوالو مالي بنسټونو، سیمه‌ییزو سازمانونو او د مرستو د پلي کوونکو شریکانو ترمنځ نږدې همغږۍ ته اړتیا ده.

هغې ویلي، چې مرستې باید په شفافه او ځواب‌ویونکې توګه او د بشري اصولو له مخې وړاندې شي.

د قطر دغې وزیرې زیاته کړې، چې د افغانستان خلک باید د بنسټونو د هڅو د نه‌همغږۍ یا د هغو ادارو د متضادو تګلارو پایلې ونه زغمي، چې د دوی د مرستې لپاره هڅې کوي.

د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه هېواد به د خپلو ملي بنسټونو له لارې او د ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره په نږدې همکارۍ، د افغانستان د بشري مرستو او پرمختیايي هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې یادونه کړې، چې اصلي موخه تر ټولو اړمنو کسانو ته د مرستو رسول دي، چې ښځې او ځوانان هم پکې شامل دي؛ ځکه دغه ډلې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.

هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان د همغږۍ ډله باید د دوحې د بهیر د چټکتیا د ساتلو لپاره هڅې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانستان د نړیوالو لومړیتوبونو په سر کې پاتې شي.

د هغې په وینا، تخنیکي همکارۍ باید د پراخ سیاسي بهیر ترڅنګ پر مخ ولاړې شي، نه دا چې د هغه ځای ونیسي.

المسند د خپلې وینا په پای کې وویل، چې له دې غونډې باید د ګډو لومړیتوبونو د لا روښانه او دقیق پېژندلو، د عملي همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو په وړاندې د ژمنو د نوي کولو لپاره ګټه واخیستل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته