طالبانو د کندهار-هرات پر لویه لاره ۵۰ موټره غنم نیولي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، د کندهار-هرات پر لویه لاره یې ۵۰ موټره هغه غنم نیولي چې پاکستان هیواد ته قاچاق کیدل.

په هلمند کې د طالبانو داطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد هلمندی وايي، دغه غنم د دوی کسانو لخوا تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د غبرګولي) نیولي شوي چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

نوموړي وویل دغو کسانو یاد غنم د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ د «کمپنۍ» په ساحه کې بار کړي وو او غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي چې دوی یې مخه نیولې.

راشد زیاته کړه، د طالبانو حکومت هیچاته  اجازه نه ورکوي چې دخپل هیواد غنم نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

د يادوني وړ ده چې اوس مهال په هلمند کې د یو من غنمو بیه ۲۵۰ افغانیو ته رسیږي.

افغانستان چې هر کال په وارداتي غنمو تکیه کوي، وروستیو وچکالیو دې هیواد کې تر بل هر وخت زیاتو غنمو ته اړتیا پیدا کړې ده.