کندهار کې د شېدو د پروسېس یوې فابریکه کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د سويلي زون د شیدو د پروسېس فابريکه چې هره ورځ ۳۰زره لېټره شېدې له غریبو افغانانو رانيسي او پروسېس کوي یې ترڅنګ يې د مناسب معاش په بدل کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

د ميلکو په نوم دغه فابريکه د کندهار، هلمند او نورو شاوخوا ولایتونه له خلکو شېدې په مناسب قيمت اخلي او له پروسېس وروسته يې بازار ته وړاندې کوي.

د شېدو د پروسېس د دې فابريکې اداري معاون الهام حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغې فابريکې له ۷ لېټره شېدو څخه په کار پيل وکړ او اوس مهال هره ورځ تر ۳۰زره لېټره ډېرې شېدې پروسېس کوي.

حقمل زياتوي، چې په کندهار او هلمند ولايتونو کې د شيدو د راټولولو لسګونه څانګې لري او هلته هره ورځ زرګونه کسان شيدې د خرڅلاو له پاره وړي.

کندهار کې د شېدو د پروسېس فابریکه چې هره ورځ ۳۰ زره لیټره شېدې پروسېس کوي

دده په خبره، د هغه کسانو په منځ کې چې دوی ته شېدې ور وړي د يتيمانو او بې سرپرسته کورنۍ هم شاملې دي.

هغه وایي، ډېرې بې سرپرسته کورنۍ د خپلو غواګانو شيدې پر دوی پلوري او وروسته په همدې پيسو خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي.

د حقمل په خبره، د کندهار په شمول د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دوی تر ۶۰ ډېرې څانګې لري او هلته بېرته دغه پرسېس شوې شېدې او له هغه څخه جوړ توليدات په خرڅلاو رسوي.

د ده په وینا چې اوس وخت ورسره تر ۳۰۰ ډېر کسان په مستقيم ډول او تر ۲ زره ډېر کسان په غيرې مستقيم ډول کار کوي.

حقمل وايي، د شېدو، مستو ترڅنګ اوس ۴۳ ډوله بېلابېلو توليدات له شيدو څخه جوړوي او د هېواد بازارونو ته يې وړاندې کوي تر څو خلک له پاکو توليداتو څخه ګټه واخلي.

ده زیاته کړه، دې فابريکې په ۲۰۰۷ کال کې فعاليت پيل کړی او تر اوسه پورې د افغانستان په شمول پاکستان او نورو هېوادونو ته هم د شېدو دغه توليدات استوي.

د هغه په خبره، کوم توليدات چې دوی جوړوي د منطقې په سطحه هم ځان ته خپل وطني خوند لري او هم يې ډېر کسان خوښوي.

حقمل زياتوي، اوس وخت يوازنۍ ستونزه چې دوی ورسره لاس او ګریوان دې هغه د برېښنا نه شتون دی، هغه څه چې د کندهار د صنعتي پارک ډېر شمېر پانګوال ورڅخه سر ټکوي.

د دې فابريکې مسوولينو وويل، چې د شيدو د پروسېس ظرفيت يې تر يو لک لېټره پورې دی او د خلکو د تقاضا پر مهال به د شيدو پروسېس هم ډېر کړي.

د حقمل په حواله: «زموږ توليدات ډېر خلک خوښوي، دلته مو ډېرو کسانو ته د کارکولو زمينه برابره کړې کوښښ او هڅه مو داده چې نور کسان هم پر کار کړو، زموږ توليدات نورو بهرنيو هيوادونو ته هم صادرېږي پاکستان يې يو ښه بېلګه ده، په نېږدې راتلونکي کې قزاقستان، ترکمنستان، او ازبکستان ته هم د توليداتو د لېږد پلان لرو.»

په دغې فابريکې کې د افغانانو ترڅنګ یو شمېر بهرني انجنيران هم کار کوي او دا پروسه پر مخ وړي.

د‌ توليداتو د برخې مسوول علي آبادي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هغه خامې شېدې چې پروسېس شوي نه وي او دې فابريکې ته واردېږي ټول ټېسټونه يې کېږي او له هغه وروسته بيا پروسېس ته اماده کېږي.

د ده په وينا، چې له هر څه مخکې د شېدو ميکروبونه ګوري او له هغه څخه وروسته يې پستورايزشن کوي او بيا وطني توليدات ترې اماده کوي.

د میلکو د فابریکې انجینران وايي، تولیدات یې د لابراتواري چیک وروسته بازار ته وړاندې کېږي

آبادي زیاتوي، له پروسېس څخه وروسته هم دوی يو ځل د لابراتوار په واسطه ټول توليدات چيک کوي ترڅو له نړيوالو معيارونو سره برابر شي او له هغه وروسته يې بازارونو ته وړاندې کوي.

دغه انجينر وايي، کوم توليدات چې اوس دوی جوړوي د ايران او اروپا په معيارونو برابر دي.

د ده په وینا: «دغه شېدې چې موږ اوس پروسېس کوو له هر څه څخه مخکې يې د ميکروبونو او نور شيانو ټيسټونه کوو، له هغه وروسته بيا پروسېس کېږي او د بيا کتنې له پاره يې يو ځل بيا لابراتوار ته استوو، زموږ توليدات د ايران او اروپا په معيارونو برابر دې.»

دغه راز د نصیب الله په نوم د دې کارخانې يو تن بل غړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل، اوسني شرايطو کې کوم معاش چې له دې ځايه دوی اخلي ورته بسنه کوي او ورځنۍ چاره یې کوي.

دغه کس وايي، پخوا له ډېرو اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ و خو اوس چې د کار زمينه ورته برابره شوې ټول یې ورو ورو حل کړي.

فريد احمد هم يو له کارکوونکو څخه دی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې اوس يې کارځای د برېښنا له ستونزې سره مخ دی او بايد واکمن حکومت دغه ستونزه ورته حل کړي.

د هغه په خبره، که د دې فابريکې فعاليت ودرېږي نو دوئ به ونه شي کولای څو خپل ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.

فريد احمد وايي، هغه پيسې چې دوی په همدې فابريکې کې ګټې بېرته خپلې ورځنۍ چارې پرې مخته وړي، دی د توکو له لوړو نرخونو څخه سرټکوي او وايي له يوې خوا غريبۍ ځپلی او له بلې خوا د بېکاره کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د فابريکو د کارکوونکو حمايت وکړي او پرېنږدي څو کارخونې یې سقوط شي.

د فريد احمد په حواله: «موږ اوس د بېکاره کیدو له ګواښ سره مخامخ يو، دولت دې زموږ او د نورو کاريګرو د فابريکو حمايت وکړي چې هم يې موږ او هم يې دوی ته ګټه ورسېږي، موږ ټول مجبوره يو، څه وکړو بل ځای هم کار نه راته پيدا کېږي د مجبوريت څخه کار کوو تعليم او سواد خو راڅخه پاتې دی.»

د دغه لویې فابریکې کارکوونکي وايي، په معاش یې د کور ګوزاره کېږي

پنځلس کلن سميع الله چې خپل پلار يې په تېرو داخلي جنګونو کې له لاسه ورکړی هم اوس دې فابريکې ته د خرڅلاو له پاره شيدې راوړي.

دی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، کومې شېدې چې د دغې فابريکې مسوولين ورڅخه رانيسي په هغو پيسو دوی خپل ورځنۍ چاري مخ ته وړي او خپل کورنۍ پرې ساتي.

سمیع الله وويل، ماما يې د شيدو له پاره غوا ورته رانيولې او اوس مهال يې شېدې پر همدې فابريکې پلوري.

دی د کندهار ولايت د ژیړۍ ولسوالۍ څخه د ميلکو فابريکې يوې څانګې ته د خپلې غوا شېدې وړي او هلته يې په مناسب قيمت پلوري.

د ده په وينا چې نور کسان يې هم تشويق کړي څو خپل د کورنۍ غوا شېدې پر دوی و پلوري او پيسې لاس ته راوړي.

سمیع الله زياتوي، چې بايد دولت ورته د کار زمينه برابره کړي ځکه په دې پيسو د ده ګذاره ډېره سخته ده او ډېر لېري واټن وهي ترڅو درې لېټره شيدې وپلوري.

د‌ده په وینا: «حکومت دې زموږ له پاره د کار زمينه برابره کړي، دغه شېدې د ميلکو فابریکه زموږ څخه په ښه قيمت رانيسي خو زموږ دا پيسې نه بسېږي ځکه اړتياوي مو ډېرې دي او هر يو کوښښ کوي چې تعليم وکړي خو ماته زمينه نده برابره يا به کار کوم او يا به تعليم کوم.»

د يادونې وړ ده چې د سمیع الله په څېر زرګونه نور کسان هم شتون لري چې د خپلو غواګانو شېدې نموړې فابریکې ته راوړي او به مناسب قیمت یې پلوري.

دغه شېدې راوړونکي وایي، دا کار له مجبورۍ کوي پخوا یې نورې دندې درلودې چې ژوند یې ورسره ښه روان و.

واک ته د طالبانو رسیدو وروسته افغانستان کې ډیری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمیر هغه چې فابریکو کې کار کوي ویره لري چې فابریکې هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي او طالبانو ورته هیڅ توجو نه ده کړې.