انځور: اطلاعات روز ته رالیږل شوی

پنجشیر کې سرچینې: طالبانو تر ۱۰۰ زیات کسان د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

اطلاعات روز: په پنجشېر کې باوري سرچينې وايي، طالبانو د «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور تر سلو ډېر کسان نيولي، چې په کې سپين ږيري او تنکي ځوانان هم شامل دي.

يوې سرچينې نن (پنج شنبه، ۱۲ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې پنځه تنه په عنابه او آب‌دره ولسواليو او سل تنه نور د پنجشیر په حصه اول ولسوالۍ د دشت ریوت «دهن ریوت» سيمه کې نیول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان پرون ماښام له یوه جومات څخه بیول شوي چې کروندګر، سپین ږیري او کم کم عمره تنکي ځوانان هم پکې شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د پنجشیر او د بغلان په اندراب سیمو کې د ولسي وګړو د نیولو او ځورولو ادعاوې شوي. په دغو دوو سیمو کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد «مقاومت جبهه» فعالیت کوي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ چې په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی، وایي په پنجشیر او بغلان کې یې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه جدي ګڼلي او په دې اړه به څیړنې وشي.