د کندهار په یوې لېرې پرتې ولسوالۍ کې یو کس ماشومانو ته وړیا ښوونځی جوړ کړی

اطلاعات روز: د کندهار پنجوایي ولسوالۍ چې د تېرو جګړو له امله یې ماشومان له اوږدې مودې راهیسې له زده کړه محرومه پاتې شوي اوس يو کس په خپل شخصي لګښت نجونو او هلکانو ته وړيا ښوونځی جوړ کړی.

ډیر کله به له پنجوایي ولسوالۍ څخه د پخواني حکومت او طالبانو تر منځ د سختې نښتې خبرونه ورکول کېدل، هغه چاره چې د ژوند د سختیدو ترڅنګ يې ډېر شمېر ماشومان هم له زده کړې محرومه کړي وو.

خو اوس دغه ماشومان د کتاب او قلم سره ملګرتیا جوړوي او په خپل کلي کې په وړیا ډول زده کړې کوي هغه څه چې دوی ته د نوي ژوند هیلې ورکوي.

نقیب الله اسحاق د دې لېرې پرتې ولسوالۍ په «تلوکان» سيمه کې د ماشومانو له پاره وړيا ښوونځی جوړ کړی نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، شاوخوا څلور مياشتې کېږي چې دې ښوونځي خپل فعاليت پيل کړی او ګڼ شمېر زده کوونکي په‌کې زده کړې کوي.

په دغه وړیا ښوونځي کې د هلکانو ترڅنګ نجونې هم زده کړو ته راځي

دی وايي، په دې ښوونځي کې يو ټولګی شتون لري چې په‌کې شاوخوا ۵۰ ماشومان زده کړې کوي او له هغې جملې ۱۲ تنې نجونې او نور هلکان دي.

دغه کس د دې ماشومانو د زده کړې ترڅنګ دوو ښوونکو ته هم د کار زمينه برابره کړې، چې یو یې پښتو او حساب تدریس کوي او بل اسلامي زده کړو تعلیم ورکوي.

دی زياتوي چې دغه دوه ښوونکي د هرې ورځې په جريان کې درې ساعته بېلابېل د مکتب مضامين تدريسوي چې اوس يې د لومړي ټولګي درسونه تر نیمایي پورې رسیدلي دي.

نقيب الله اسحاق ويلي د دغه ښوونځۍ په مالي ملاتړ کې ورسره د ده يو ملګری چې اوس وخت په امريکا کې دی هم مرسته کوي.

د اسحاق په خبره چې ملګری یې د هرې مياشتې په تېريدو سره ورته د ښوونکو معاش او د قرطاسيه مصرف لېږي او يو څه پيسې دی خپله ورسره يو ځای کوي ترڅو د ماشومانو اړتياوې ور پوره کړي.

دغه کس وويل، درس ويلو د ماشومانو پر ژوند مستقيمه اغېزه کړې او په ډېر شوق سره خپلې زده کړې کوي.

د ښوونځي مشر دا ډول پروګرامونه ښه يادوي ځکه په وينا يې چې د لېرۍ پرتو ولسواليو خلک خپل ماشومان د درس ويلو له پاره نورو سيمو ته نه لېږي.

په دې ښوونځي کې ماشومانو ته هم دیني او هم عصري زده کړې ورکول کېږي

ده زياته کړه د اوس له پاره دې خلک همدومره همکاري وکړي چي خپل اولادونه هغه که لورګانې وي او که زامن ښوونځي ته دې ور ولېږي.

د هغه په حواله: «پنجوايي د کندهار ښار یوه لېرې پرته ولسوالۍ ده، دوی یوه د زده کړو یوه کور ته اړتیا درلوده، ما ورته برابر کړ، د پنجوايي ډېر شمېر ماشومان اوس هم زده کړو ته لاس رسی نه لري، ځکه دا سیمې جنګ ځپلې دي، یوازي په مرکز کي یې یو څو ښوونځی شته، خو هغه هم هیڅ بسنه نه کوي.»

اسحاق وايي، د طالبانو دولت ورسره ډېر همکار دی‌‌ او د‌دې ښوونځي د پېل لپاره یې ورته اجازه لیک ورکړی.

دی غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت د دغه ښوونځي په رسمي کولو کې ورسره مرسته وکړي تر څو د نژدې سيمو ماشومانو ته ښه تدريس وکړي.

په تېري کلونو کې د پنجوايي ولسوالۍ ډېر شمېر زده کوونکي هغه که هلکان او که نجونې وې د کندهار ښار ته به تلل او له خپلې کورنۍ او کلي څخه به يې لېري درسونه ويل.

صفت الله د‌ پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی خو له کلونو کلونو راهيسي په کندهار ښار کې اوسېږي او تعليم کوي.

صفت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې د خپل پلارني ټاټوبي څخه جلا شوی او د کندهار مرکزته د تعليم له پاره راوتلی.

هغه وايي له کورنۍ څخه بېل ژوند کوي ځکه هغوئ په ولسوالۍ کې اوسېږي او دی ښار کې زده کړې کوي.

صفت الله زياته کړه سره له دې چې هره مياشت خپل کور ته ځي خو بيا هم ورته ژوند سخت تمامېږي او ستونزې یې ډیرې دي.

ده وویل: «زه ډېر کشر وم چې د کورنۍ څخه جلا شوم زموږ مکتب په پخواني جنګونو کې وسوځېده نو زما پلار وويل زويه ته بايد بې تعلیمه پاتې نه شې باره یې ښار ته را واستولم اوس نو ۱۱ کاله کېږی چې دلته اوسېږم تر پوهنتون پورې مي ځان رسولی.»

هغه وويل، د طالبانو حکومت بايد په هرې ولسوالۍ کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي تر څو د بې سوادۍ‌ سطحه را ټيټه شي.

د سيد احمد په‌ نوم يو تن دوکاندار اطلاعات روز ورځپاڼې ته بیا داسې وایي، ډېر خوښ دی چې ځوان‌ د نشه‌يي توکو او نور بې‌ځايه مصرفونو پر ځای خپل پيسي د خير او تعليم په لار کې مصرفوي.

خلک د دا ډول زده کړو هرکلی کوي او وایي چې خوښ دي چې ځوانان خپله انرژي په مثبته لاره مصرفوي

د سيد احمد په خبره: «موږ بايد خپل ماشومان دا ډول ښوونځيو ته ولېږو، زموږ د ماشومانو اينده بايد معلومه شي، حکومت دې زمينه ورته برابره کړي چې نور کسان هم داسي ښه کارونه وکړي، دا ډېر غټ افتخار دی چې زموږ له ځوانانو سره اوس داسې ښه فکرونه شته، د طالبانو مي غوښتنه دا ده چې نجونې هم پرېږدي څو خپلو ښوونځيو ته ولاړې شي.»

افغانستان کې د دغه ډول کسانو ترڅنګ ځينې موسېسات هم فعاليت کوي او د ماشومانو د زده کړو په برخه کې يې ډېر کار کړی.

یو له دغو موسېساتو څخه د يونيسف موسېسه ده چې په کندهار کې یې ۲۵۱ وړیا ټولګي فعال کړي چې د کندهار په مختلفو ولسواليو کې فعاليت کوي او ماشومانو ته د زده کړو خدمتونه وړاندې کوي.

د يونيسف موسېسې مسولينو وويل اوس وخت له دوی سره په دغو وړیا ټولګيو کې ۹ زره ماشومان په زده کړو باندې بوخت دي، چې له هغې جملې ۴۶۱۴ نجونې او ۴۳۶۸ هلکان دي.

یو نیسف موسېسې هم کندهار کې زیات شمیر وړیا ښوونځي جوړ کړي او ماشومان پکې زده کړې کوي

د يونيسف د مسوولينو په خبره، چې دې موسېسې د ۲۰۰۱ کال څخه بيا تر اوسه پورې سلګونه ټولګي جوړ کړي او په زرګونه زده کوونکي يې فارغه کړي دي.

دې موسېسې يوازې کندهار کې د زده کړو په برخه کې په ميليونونه امريکايي ډالره پانګونه کړې او لا تر اوسه‌ دا پروسه دوام لري.

د يادونې وړ ده چې د کندهار ولايت د ډېرو ولسواليو زده کوونکي لا تراوسه تعليم ته لاس رسی نه لري.

د کلي خلک يې د دې ډول پروګرامونه او کومکونو هر کلی کوي او وايي تر خپل وسه او توانه به یې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې د يوې تعلیمي ټولنې له لوري ګرځنده ښوونځی جوړ شوی و، دغه ګرځنده ښوونځی هم په وړيا ډول لېرو پرتو سیمو ته ځي او له درس څخه بي برخي ماشومانو ته زده کړې ورکوي.