اطلاعات روز: افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په اته وېکټو ماته ورکړه او د دغه سیالیو سیریز یې په خپل نوم کړ.
دلوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.
زېمبابوې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.
افغانستان ټاکلی هدف په ۴۵ اورو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او دلوبې ګټونکی اعلان شو.
له زېمبابوې سره د دوو يو ورځنيو لوبو په ګټلو افغانستان د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوالې اتلولۍ «سوپرليګ» جدول کې له ۱۱ لوبو د نهه هغو په ګټلو سره خپلې نومرې ۹۰ ته ورسولې.
زېمبابوې لوبغاړو له ډلې څخه اېنوسېنت کایا ۶۳ ، سکندر رضا ۴۰ او ریان بورل ۵۱ منډې د خپلې لوبډلې لپاره وکړې.
د افغانستان له اړخه په ټوپ اچونه کې فرید ملک درې وېکټې راشد خان، محمد نبي او فضل الحق فاروقي د زېمبابوې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهيم ځدراڼ ناسوځېدلې ۱۱۹ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ رحمت شاه ۸۸ منډې وکړې.
یاده دې وي چې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ درېيمه يو ورځنۍ سيالي د غبرګولي په ۱۹مه نیټه د پنج شنبې په ورځ ترسره کېږي.