له ایران څخه د نیمروز میلک‌ بندر له لارې څه د پاسه ۴۰۰۰ افغان‌ کډوال هیواد ته راستانه شوي

اطلاعات روز: په نيمروز کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د تېرو پنځه ورځو راهیسي له ايران څخه د ميلک سرحدي بندر له لارې څه باندې ۴۰۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

په نيمروز کې د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو رياست مسوولين وایي، چې د میلک بندر له لارې د ۱۱۲ کورنیو په ګډون ۴۵۴ تنه سره د ۳۶۵۷ مجردانو چې ټوټل ۴۱۱۱ تنه کېږي د پنځه ورځو په موده کې راستانه شوي دي.

نیمروز کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رییس مولوي صدیق الله نصرت وایي، دغه کډوال په زور او خپله خوښه له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي او زیاتوي چې یاد کډوال یې په خورا زیانمنونکو او زیانمنونکو کسانو په توګه پیژندلي او د مرستې په موخه یې IOM دفتر ته ور پیژندلي دي.

د نصرت په خبره، تر اوسه یې ۲۴۶۹ کډوال یاد دفتر ته معرفی کړي چې هغوئ ورسره د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې دي.

ایران له څو اوونیو راهیسي له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی. دا هېواد ادعا کوي چې واک ته د طالبانو رسېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغان کډوال د ایران خاورې ته اوښتي دي.