اطلاعات روز: ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنکي وایي، چې سږکال یې په حاصل کې د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دې ولایت د شاتو مچیو د روزونکو اتحادې مشر ریاض محمد رودوال اطلاعات روز ته وویل، چې تیر کال یې د شاتو حاصل ۵۰۰ ټنه و، خو سږکال یې حاصلات ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوي چې د تیرو کلونو په پرتله دوه سوه ټنه زیاتوالی ښيي.
نوموړی وایي، تمه لري چې دا حاصلات به یې راتلوونکو نورو کلونو کې له دې هم زیات شي.
رودوال زیاتوي:«تیر کال ننګرهار کې د شاتو حاصل ۵۰۰ ټنه و خو سږکال به یې حاصلات ۷۰۰ ټنه ته لوړ شي او د حاصل د زیاتوالی لامل هم د شاتو مچیو زیاته روزنه او له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال دي چې زیاترو یې د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړې او هم د تیرو کلونو په پرتله ونې هم زیاتې شوي، چې دې هم د شاتو په حاصل کې زیاتوالی راوستی.»
نوموړی وایي، اوسمهال د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د شاتو مچيو ۶۵۰ فارمونه شتون لري، چې تر څلور زره د شاتو کورنۍ په کې روزل کیږي.
رودوال له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د کار پر وړاندې ننګونې د مناسب بازار نشتون یادوي چې له امله یې د دوی چارې ټکنۍ شوي دي.
رودوال زیاته کړه:« د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې اوسمهال ۶۵۰ د شاتو مچیو روزنځایونه موجود دي او په کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، خو زمونږ د کار پر وړاندې لویه ستونزه د بازار نشتون دی او لامل یې دا دی، چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی؛ ځکه خو خلک په سم ډول د شاتو اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.»
د شاتو مچیو د روزنې په فارمونو کې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شوې.
عبدالحق له تیرو پنځو کلونو راهیسې د شاتو مچیو په رزونه بوخت دی نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که حکومت ورته د پلوڅې او بیرې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي عاید یې څو چنده لوړیدای او ګاونډیو هیوادونو د شاتو له انتقال خلاصیدای شي.
عبدالحق زیاتوي:«زمونږ د شاتو مچیو سږني حاصلات اوس د پخوا په پرتله زیات شوی او لامل یې همدا د مصنوعي ځنګلونو زیاتوالی دی، نو که چیرې حکومت د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې پام زیات کړي او مصنوعي ځنګلونه لا زیات جوړ کړي نو حاصلات زیاتیدای شي.»
اخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار وایي، د شاتو مچیو د روزنکو ستونزو ته په پام د دغه ولایت د ښیوې ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بیرو د منصوعي ځنګل جوړیدل په پام کې لري.
مولوي عبدالستار زیاتوي:«ننګرهار د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د شاتو مچیو روزنکو لپاره د ښیوې ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د بیرو یو ځنګل جوړوي چې په جوړیدو سره به د دوی ستونزې حل شي او همدارنګه د بازار موندنې په برخه کې هم خپلې هلې ځلې جاري ساتو.»
د کرنې ریاست مسولین وایې، د ننګرهار اقلیم د شاتو مچیو روزنې لپاره ښه مساعد دی، چې دا مهال په دې ولایت کې کې له درې زور ډیرو کسانو د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړې.