د پکتیکا «انگور اډې» دروازه کې  پاکستاني پوځیانو یو افغان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې د ډیورنډ فرضي کرښې اړوند «انګور اډې» دروازه کې پاکستاني پوله ساتو یو افغان په ډزو وژلی دی.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط نن (پنج شنبه، ۱۹ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وویل، چې سهار مهال یو افغان چې غوښتل یې له کرښې پورې غاړې د درملنې لپاره واوړي، د پاکستاني پوځیانو له لوري ورباندې ډزې شوي او ځای پر ځای وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره چې څو ورځې وړاندې هم په ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو له خوا په یو افغان شپون له دې امله ډزې شوې وې، چې څاروې یې د غځېدلي اغزن تار ته نږدې څرول.

له افغانانو سره پر پوله دا لومړی پېښه نه ده، چې د پاکستاني پوځیانو له لوري رامنځته کیږي، بلکې له دې وړاندې په تورخم، سپین بولدک او د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې یاد هیواد ته د اوښتونکو کسانو سره د تاوتریخوالي ګڼې پېښې تر سره شوي او لاهم دوام لري.