انځور: ډاکټر عبدالله ټویټر

ډاکټرعبدالله بېرته کابل ته راستون شو

اطلاعات روز: د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس ډاکټرعبدالله عبدالله له ۴۳ ورځو وروسته کابل ته راستون شو.

نوموړی نن (شنبه، ۲۱ د غبرګولي) کابل ته راورسید چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یې د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار هرکلی وکړ. په خپاره شوي انځور کې د عبدالله ترڅنګ د طالبانو غړي هم لیدل کیږي.

طالبانو ډاکټرعبدالله ته اجازه ورکړې وه چې د کوچني اختر په رخصتیو کې له کابل څخه ووځي. هغه هند ته د خپلې کورنۍ  لیدو له پاره تللی و.

طالبانو د کابل تر نیولو وروسته پر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او مسلمیار پر بهرنیو سفرونو باندې بندیز لګولی و.

ډاکټرعبدالله او مسلمیار تر اوسه بهرني سفرونه کړي، خو طالبانو تر لا هم کرزي ته اجازه نه ده ورکړې چې له کابله ووځي.

ټاکل شوې وه چې کرزی په دې وروستیو کې د متحده عربي اماراتو د امیر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو په ورته وخت کې داسې راپورونه ورکړل شول چې طالبانو د هغه د سفر مخه نیولې ده.

طالبانو په دې وروستیو کې د سیاسي چارواکو د بیرته راستنیدو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی چې تر اوسه څو تنه پخواني حکومتي چارواکي د یاد کمیسیون له لارې کابل ته راستانه شوي دي.