کونړ کې د طالبانو پر رنجر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، په دې ولایت کې د طالبانو په رینجر موټر د چسپکي ماین چاودنې له امله دوه ملکي کسان او څلور طالبان ټپیان شوي او یو بل طالب وژل شوی دی.

کونړ کې یوې ځایي سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې نن (یکشنبه، ۲۲ د غبرګولي) سهار نهه بجې د کونړ مرکز اسعدآباد کمیسارۍ ته څېرمه د طالبانو په یو رینجر موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده چاودنه کې دوه ملکي کسان او څلور طالبان ټپیان شوي او یو بل طالب وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره ټپیان یې د اسعدآباد روغتون ته لیږدولي چې د دوو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

  کونړ کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې منلی دی.