هلمند کې يو کس خپله ميرمن او زوی په چړې حلال کړي

اطلاعات روز: هلمند کې دطالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، تيره شپه ددغه ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې یوه کس خپل ښځه او زوی په چړې حلال کړي دي.

هلمند کې د طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ ولسوال مولوي ثاني وایي، چې د دې ولسوالۍ په «تاج محمد» کلي کې د الله محمد په نوم کس د خپلې ښځې او درې میاشتني زوی څخه د چړې په واسطه سرونه غوڅ کړي دي.

هغه وايي، په قتل تورن کس د سیمې څخه په تیښته بریالی شوی خو، طالبانو یې د نیولو جدي هڅې روانې کړي دي.

د دغه پیښې اصلي علت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بیا په نیمروز ولايت کې يو کس د خپلې کورنۍ نهه تنه غړي د ټوپک په ډزو وژلي وو او له سيمي څخه تښتيدلی و.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو رسيدو وروسته د عامو خلکو په منځ کې فقر او غربت زيات شوی چې له امله يې ډیری وخت دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.