اطلاعات روز: افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په دریمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې په ۳۵ منډو ماتې ورکړه او دا لړۍ یې درې پر صفر وګټله.
دا لوبې د زېمبابوې په کوربه توب د دغه هیواد په هرارې ښار کې ترسره شوې.
د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلمشر محمد نبي وګټه او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو زېمبابوې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.
د زېمبابوې لوبډله پر دې ونه توانیدله چې ټاکلی هدف پوره کړي، د ټولو اورونو په لوبیدو سره یې نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۹۰ منډې یې وکړې.
د افغان لوبغاړو له ډلې څخه تر ټولو ډیرې منډې محمد نبي ۳۱، افسر ځاځي ۲۴، احسان الله ۲۰ او حضرت الله ځاځي ۱۲ منډې جوړې کړې.
د زېمبابوې له اړخه په توپ اچونه کې سکندر رضا او ریان برل دوه-دوه افغان لوبغاړي او ټريپانو، چتارا، اینسلې انډلو او جونګوی یو-یو افغان لوبغاړي له میدانه بهر کړل.
دغه راز د زېمبابوې لوبغاړي هم ښه ونه ځلیدل یواځې ریان بري تر ټولو ډیرې ۱۵ منډې وکړې.
نور احمد لکڼوال بیا د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې څلور وېکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
افغانستان له زېمبابوې د دغو شل اویزو لوبو لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو او دویمه په ۲۱ منډو ګټلې او تر دغه شل اوریز لوبلړۍ مخکې یې د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ هم ګټلې ده.