ارزګان کې د يو لک ډالرو په ارزښت د اکسيجن د توليد يوه دستګاه فعاله شوه

اطلاعات روز: ارزګان کې د ولایتي روغتون او په دې ولایت کې د کرونا شل بستریز روغتون لپاره د یو لک ډالرو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ارزګان کې د کرونا شل بستیریز روغتون سرطبیب ډاکټر ولي محمد وایي، دا لومړی ځل دی چې په دې ولایت کې د اکسیجن د تولید دستګاه فعالیږي، چې د ورځې تر شل ډبو پورې اکسیجن تولیدوي.

نموړی زیاتوي، دا دستګاه د کوریډیټ مرستندویه موسېسې لخوا د یولک او څلور زره امریکایې ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د کرونا ناروغانو تر څنګ د عادي ناروغانو ستونزه هم حل کولای شي.

بلخوا ددې ولایت د روغتیا برخه کې همکارې مرستندویه ادارې Move   لخوا د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیایې مرکزونو سره د طبي او غیرې طبي وسایلو مرسته وشوه.

ددې موسېسې یوتن مسوول ډاکتر لعل محمد احمدزی وایي، ۷۲ قلمه طبي او ۶۰ قلمه غیرې طبي توکې ددې ولایت د ۵۶ روغتیایې مرکزونو لپاره په  ۲۳ میلیونه افغانیو په پیرل شوي او نژدې ورځو کې به تر ټولو روغتیایي مرکزونو پورې ورسول شي.

د ده په خبره دا مهال د ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د پرسونل، درملو او طبي وسایلو د کمښت ستونزه هواره شوې ده.

ورته مهال بیا د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مزمل وایي، په دغه ولايت کې د تيرو وختونو په پرتله اوس په روغتيايي برخه کې ښه والی راغلی او هيله لري چې لاهم به په دغه ولايت کې دناروغانو لپاره روغتيايي چوپړونه ښه شي.

مزمل د ارزګان  ولایت د روغتیا برخه کې د اکسیجن د دستګاه فعالیت او د میلیونونو افغانیو په لګښت د طبي او غیرې طبي وسایلو او درملو مرسته لویه لاسته راوړنه یادوي او ټینګار کوي چې د لا ښه روغتیایې خدماتو په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د ارزګان ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال وایي، دا مهال نه یوازې هغوی د طبي وسایلو او اکسیجن برخه کې د ستونزو څخه خلاص شوي، بلکې د همدې وسایلو په مرسته یې روغتیایې خدمات هم ښه کړي دي.

یاده دې وي چې د اکسیجن د تولید فعاله شوې دستګاه د ورځې شل ډبې اکسیجن تولیدوي چې هره ډبه کې دوه زره فونټه اکسیجن ځاییږي.